ټرمپ وايي امريکايانو ورته دعا کوي؛  د انګلستان لومړی وزير د روغتون په بېړنۍ خونه کې تر مصنوعي اکسېجن لاندې 

روهي (درې نۍ/۱۹ د وري)، د انګلستان لومړی وزير بوریس جانسون چې له تېرې ورځې روغتونه ته لېږدول شوی دی، د کرونا ويروس نښې او دردونه يې ډېر شوي دي. 

تېره شپه ناوخته نوموړی د ساه لنډوالي له ستونزې سره مخ شو، چې د روغتون په بېړنۍ خونه کې ورته مصنوعي اکسېجن ورکول شو. 

د نړۍ ډېری مشرانو نوموړي ته د بېړنۍ روغتيا هيله ښوودلې ده. د متحدو ايالتو ولسمشر ټرمپ ويلي چې د امريکا ولس نوموړي ته دعا کوي او هيله لري چې بوریس جانسون ژر روغتيا تر لاسه کړي. 

بوریس جانسون نېږدې دوه اوونۍ  وړاندې معاينه شوو او څرګنده شوه په کوېډ-۱۹ وژونکې ناروغۍ اخته شوی دی. اوس مهال د انګلستان د حکومتي چارو مسووليت د دغه هېواد بهرنيو چارو وزير ته سپارل شوی دی.