جاپان د شپږ مياشتنې ګرځبنديز لپاره يو ترېلېون ډالر ځانګړي کړي ترڅو وګړي يې مالي ستونزو سره مخ نه شي 

روهي (درې نۍ/۱۹ د وري)، ټاکل شوې ده چې د جاپان حکومت به نن ورځ په ټول هېواد کې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره شپږ مياشتنی بېړنی حالت اعلان کړي. د جاپان لومړي وزير ويلي دي چې دغه وضعيت کې د خلکو سره د مرستې لپاره پو ترېلېون امريکايي ډالر ځانګړي کوي. 

لومړي وزير شینزو آبه ويلي دي چې جاپان کې بېړنی وضعيت به د نورو هېوادونو په څېر نه وي، لوي مارکېټونه په خلاص وي او همدا ډول به دغه ګرځبنديز په زور نه عملي کيږي. 

جاپان تر ډېره د کرونا ويروس چټکه خپرېدنه کابو کړې ده. يوازې څلور زره کسان په دې ويروس اخته شوي دي چې ډېری يې په پلازمېنه توکيو کې دي. ۹۳ کسانو جاپان کې د کرونا ويروس له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.