تورخم او سپين بولدک دروازې پرانېستل شوې، ننګرهار کې هغه افغانانو ته چې له پاکستان راځي کمپ جوړ شوی او تر ۲۱ ورځو به هلته ساتل کيږي

روهي (دوه نۍ/۱۸ د وري)، د پاکستان حکومت افغان چارواکو سره هوکړه کړې ده چې د درېيو ورځو لپاره به د افغانانو پر مخ د تورخم او سپين بولدک دروازې پرانېستې وي، چې پاکستان کې بند پاتې دي. 

کندهار کې د سپين بولدک او ننګرهار کې د تورخم دروازې نن سهار پرانېستل شوې او د همدې اپريل مياشتې تر نهمې به خلاصې وي. افغان چارواکي وايي چې هره ورځ به زر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شي. 

بيا له بلې خوا ننګرهار کې  افغان چارواکي وايي، چې  ټول هغه افغانان چې له دې لارې راځي له ۱۴ تر ۲۱ ورځو پورې به په تورخم ښارګوټي کې جوړ شوي کمپ کې ساتل کېږي.

کندهار  کې هم ځایي چارواکي وایي چې له دې لارې پاکستان ته تللي ګڼ شمېر افغانان به بېرته هیواد ته راستانه شي.  د سپن بولدک او پاکستان تر منځ لاره له یوې میاشتې ځڼد وروسته نن په لنډ مهالي ډول پرانستل شوه.