مک کريسټال د خپلو خاطراتو کتاب ليکي

 په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو پخوانی قومندان متقاعدجنرال مک کريسټال دخپلوخاطراتو کتاب ليکي. نوموړي اسوشيټېډ پرېس ته په ټېلېفون کې ويلي، چې دی نه غواړي د ورځنيوخبرونو لپاره يو تبليغاتي کتاب وليکي ، بلکې هڅه کوي داسې يوڅه وليکي چې تر ډېره يې ارزښت پاتې وي. مک کريسټال د 1970 کلونو څخه ډېر وخت د جبهې په لومړۍ ليکه کې خدمت کړی، خو زيات شهرت يې په عراق کې د اورپکو او په ځانکړې توګه دزرقاوي ډلې پر وړاندې تر لاسه کړ. مک کريسټال په افغانستان کې هغه مهال خپله دنده پرېښوده ، چې کله په رسنيوکې د ده له خولې د باراک اوباما په اړه منفي تبصرې خپرې شوې.
په افغانستان کې د مک کريسټال تر تګ وروسته يوځل بيا د ملکي خلکو پر وړاندې وحشت زيات شوی، تر دې چې په لوی لاس يې کلي او کورونه په درنو وسلو ورانيږي.