کرونا په نړۍ کې: ۶۰ زره تنه مړه، يو مېلون او ۱۴۰ زر پرې اخته او د نړۍ ۱۸۰ هېوادونو ته رسېدلی دی 

روهي (يوه نۍ/۱۷ د وري)، نړۍ کې د کرونا ويروس د خپرېدو او تلفاتو  ورووستۍ شمېر ښيي چې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې دغه ويروس تر اوسه ۶۰ زره کسان مړه کړي او ټول - ټال يو مېلېون او ۱۴۰ زره کسان نور پرې ککړ شوي دي. همدا ډول ۲۳۳ زره کسان له دغه ناروغۍ رغېدلي دي. 

د امريکا متحدو ايالتو کې د ککړو کسانو شمېر  ۳۰۱۹۰۲ ته رسېدلي او ۸۱۷۵ کسان ترې مړه شوي دي. د مړينې تر ټولو لوړه شمېر چې  ۱۵۳۶۲ ته رسيږي په هسپانيه کې ده. ورپسې ايټاليا کې کرونا ويروس ۱۱۷۴۴ کسانو ژوند اخېستی دی. 

هسپانيه کې د ککړو کسانو شمېر ۱۲۴۶۳۲ او ايټاليا کې ۱۲۴۷۳۶ تنو ته رسېدلی دی. امريکا، ايټاليا او هسپانيه نړۍ کې هغه درې هېوادونه دي چې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر  د نړۍ له بل هر هېواد په کې لوړ دی. 

افغانستان کې بيا د کرونا ويروس د مثبثتو پېښو شمېر نن ورځ ۳۳۷ ته ورسېد چې ترټولو ډېرې يې په هرات او ورپسې کابل ولايت کې دي. تر اوسه دغه ويروس د افغانستان شلو ولايتونو ته رسېدلی دی.