د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (نۍ/شنبه)

رويټرز: د مرکزي امريکا هېوادونو په زرګونه هغه کسان زندان کې اچولي چې د قرنطين پر وخت له کورونو بهرکېدل
د مرکزي امريکا په يو شمېر هېوادونو کې پوليس هغه لسګونه زره کسان بنديان کړي دي، چې د کرونا ويروس د مخنيوي په پار له ګرځ بنديز يا قرنطين يې سرغړونه کوله. 

د هندوراس حکومت ۲۵۰۰، پاناما ۵۰۰۰، السالوادور ۷۱۲ او د ګواتمالا پوليسو ۵۷۲۰ کسان بنديان کړي دي. د مرکزي امريکا ډېری هېوادونه د اقتصاد له اړخه کمزوري دي او وګړي يې د قرنطين په ورځو کې هم کار کوي. 

په ورته وخت کې د امريکا متحدو ايالتو حکومت په پلازمينې واشنګټن او يو شمېرو نورو ايالتونو کې خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرې د کرځ بنديز پر وخت له کورونو بهر شي ۵۰۰۰ امريکايي ډالر جريمه او يا به هم د ۹۰ ورځو لپاره زنداني شي. 

الجزيره: نړۍ کې د کرونا ويروس د مړو او ککړو کسانو وروستۍ شمېرې 
کرونا ويروس د نړۍ ۱۸۰ هېوادونو ته رسېدلی دی چې له يو مېلېونه ډېر کسان يې نېولي دي. د مړينې وروستۍ شمېر ۵۷ زرو ته رسېدلي دي. 

ايټاليا، هسپانيه او د اتمريکا متحد ايالت هغه درې هېووادونه چې د مړينې شمېر په کې ترټولو لوې دي. امريکا کې ۶۵۸۶، ايټاليا کې ۱۳۹۱۵ او هسپانيه کې ۱۰۹۳۵ کسان د کرونا ويروس له امله تر اوسه مړه شوی دي. 

همدا ډول امريکا کې د ککړو کسان شمېر چې له دوه لکه پورته دی، د هېوادونو په کچه پر کرونا ويروس د ککړو کسانو ترټولو لوړه شمېره شمېرل کيږي. د امريکا په نيويارک ايالت کې د نورو ايالتو په پرتله ډېر کسان کرونا مړه کړي دي. 

ملګرو ملتونو او د روغتيا نړيوال سازمان نړۍ کې د کرونا ويروس د چټک خپرېدو په اړه اندېښنې ښوودلې ده او دغه ويروس يې يوه نړيواله وبا بللې ده. 

العربيه: سعودي پاچا کرونا ځپلو سره دوه مېلېارده او ۳۹ مېلېونه امريکايي ډالر مرسته اعلان کړه 
د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز د خپل هېواد د هغه وګړو لاس نيوی کوي چې د کرونا ويروس له امله په کورونو بند پاتي او کار او بار يې ځپل شوی دی. 

د سعودي عربستان دولتي رسنۍ ويلي دي چې پاچا دوه مېلېارده او ۳۹ مېلېونه امريکايي ډالر مرسته اعلان کړې ده چې د اړو کسانو لاس نيوی به پرې وکړي. 

د دغه پيسو ډېره برخه به نېږدې يو ۱،۲ مېلېونه هغه کسانو ته ورکړل شی چې په خصوصي سکتور کې کار کوي او اوس مهال قرنطين دي. 

د کرونا ويروس له امله د نړۍ  په ډېری هېوادونو کې  په مېلېونه کارګران  بې کاره شوي دي، چې د اقتصادي ستونزو او مالي مشکلاتو سر ټکوي.

رشيه ټوډې: فرانسه کې يو کس د چاړې په وسيله دوه کسان وژلي او  ګڼ شمېر نور ټپيان دي 
 له فرانسې راپوره وايي چې د فرانسې پر وخت نن سهار يو کس پر خلکو د چاړو ګوزارونه کړي دي چې په پايله کې يې دوه کسان وژل شوي او په ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي. 

سيمه ييزو رسنيو ويلي دي چې بريدګر ۳۱ کاله عمر لري او د سوډان وګړی دی. بريدګر د پېښې پر مهال د پوليسو له خوا نېول شوی دی. 

تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا په غاړه نه دی اخېستی او همدا ډول لامل يې نه دی په ګوته شوی. 

جيونيوز: چين کې کرونا ويروس د ۳۳۰۰ کسانو وژند واخېست؛ ولس او حکومت نن پرې وير وکړ 
 د چين حکومت او ملت نن ورځ د هغه نېږدې ۳۳۰۰ چنيايي وګړو پر مړينې ويرو وکړ چې په تېرو څلور مياشتو کې يې ژوندونونه له لاسه ورکړي وو. 

د چين حکومت ياد کسان چې کرونا ويروس مړه کړي شهيدان بللي او په ټول هېواد يې د ملي وير مراسم تر سره شول. 

بيا له بلې خوا د چين پر حکومت دوه نيوکې کيږي؛  يو دا چې د کرونا ويروس له امله د مړو شمېر سم نه په ګوته کوي او بل دا چې د مړو له جسدونو سره يې ناوړه چلند کړی. 

هلته لږکي مسلمانان وايي چې هغه مسلمانان چې کرونا ويروس يې ژوند اخېستی د چين حکومت له خوا د ښخولو او جنازې مراسمو د تر سره کولو اجازه نه ورکول کېده. 

فکس نيوز: امريکايۍ سندرغاړې (پېنک) په کرونا ويروس اخته شوې؛ که درملنه مې وشي يو مېلېون ډالر مرسته کوم 
 مشهوره امريکايۍ سندر غاړې (آلکسیا بث مور)  جې په پېنک شهرت لري سره د خپل درې کلن زوی په کرونا ويروس اخته شوي دي. 

دغه امريکايۍ سندرغاړې وايي چې که چېرې له کرونا ناروغۍ يې درملنه وشي نو يو مېلېون امريکايي ډالر به وقف کړي. 

د نوموړي په وينا چې پنځه سوه  زره ډالر به د Temple  پوهتون بېړني روغتون او پنځه سوه زره نور ډالر به د لاانجلس ښاروال ته ورکړي چې د اړو کسانو لاسنېوی پرې وکړي. 

نړۍ کې د عادې وګړو په شمول ډېرۍ سياسي او مشهورې څېرې هم په کوېډ-۹ اخته شوي دي چې شمېر له سلو پورته دی. 

اي بي سي نيوز: د نړۍ ترټولو  زوړ (۱۱۲) کلن سړي د کرونا ويروس له ويرې له خپلې کورنۍ هم لېرې ځان قرنطين کړی 
 د ګېنس د رېکارډونو کتاب  مالوماتو پر اساس باب وایتون يې  د نړۍ د ترټولو ډېر عمر لرونکي سړي په توګه ثبت کړی دی. نوموړي د روان ۲۰۲۰ کال د مارچ په دېرشمه نېټه ۱۱۲ کان شو. 

باب وایتون چې د کرونا ويروس د خپرېدو په اړه مالومات لري، له دې ويرې چې دغه ويروس يې ژوند وانه خلي انګلستان کې په يوې لېرې پرتې سيمې کې ځان قرنطين کړی دی. 

نوموړي تر دې بريده ځان يوازې ساتي چې د خپلې کورنۍ سره هم اړيکه نه لري او هغه مهال چې کېنس ادارې نوموړي د نړۍ د ترټولو زوړ سړي سرټېفېکت ورکولو نوموړی نو وو حاضر چې د کرونا ويروس له ويرې هغه سند تر لاسه واخلي. 

نوموړي د خپل عمر په اړه ويلي دي، "ډېر ژوند مې کړی، ډېر ملګري مې  پيدا کړي دي، داسې فکر مې نه کولو چې زه fi  رېکارډ جوړ کړم او د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکی کس به شم." 

له باب وايتون وړاندې چیتسسو واتانابه جاپانی وګړی د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکی پېژندل شوی وو. نوموړي پوره ۱۱۲ کاله او ۳۵۵ ورځې ژوند کړي. چیتسسو واتانابه د روان کال د فيبرورۍ په ۲۳ ومړ.