امريکايۍ سندرغاړې (پېنک) په کرونا ويروس اخته شوې؛ که درملنه مې وشي يو مېلېون ډالر مرسته کوم 

روهي (نۍ/۱۶ د وري)، مشهوره امريکايۍ سندر غاړې (آلکسیا بث مور)  جې په پېنک شهرت لري سره د خپل درې کلن زوی په کرونا ويروس اخته شوي دي. 

دغه امريکايۍ سندرغاړې وايي چې که چېرې له کرونا ناروغۍ يې درملنه وشي نو يو مېلېون امريکايي ډالر به وقف کړي. 

د نوموړي په وينا چې پنځه سوه  زره ډالر به د Temple  پوهتون بېړني روغتون او پنځه سوه زره نور ډالر به د لاانجلس ښاروال ته ورکړي چې د اړو کسانو لاسنېوی پرې وکړي. 

نړۍ کې د عادې وګړو په شمول ډېرۍ سياسي او مشهورې څېرې هم په کوېډ-۹ اخته شوي دي چې شمېر له سلو پورته دی.