په ناجریا کې هغه کس ووژل شو چې د ګرځبندیز شرایط یې مات کړي و‌

روهي(نۍ/۱۶ د وري)، د ناجریا حکومت د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ګرځبندیز اعلان کړی او له خلکو یې غوښتي چې له ضرورت پرته له خپلو کورنو څخه د باندې ونه وځي. په ناجریا کې تر دې دمه شاوخوا ۱۹۰ تنه مړه شوي‌ دي.
 
د ناجریا د دلتا ایالت د پولیسو ویاند اونومي اونووکپویي وویل چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ اپریل دویمه (وري۱۴) د ځونانانو د یوې ډلې د مظاهرې په مهال شوې ده. وژل شوی کس جوزیف پیسو نومیږي.د دغې سیمې یو سناتور اووي اومواګي ګي دا پېښه غندلې ده او له سرتيري سره یې د قانوني‌ چلن غوښتنه کړې ده. هغه وویل: " هغه کسان چې د ولس د دفاع لپاره وسله لري، باید پوه شي چې مسولیت هم لري، په ځانګړي ډول هغه وخت چې د یو انسان د ژوند خبره وي."