
روهي (نۍ/۱۶ د وري)، د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز د خپل هېواد د هغه وګړو لاس نيوی کوي چې د کرونا ويروس له امله په کورونو بند پاتي او کار او بار يې ځپل شوی دی.
د سعودي عربستان دولتي رسنۍ ويلي دي چې پاچا دوه مېلېارده او ۳۹ مېلېونه امريکايي ډالر مرسته اعلان کړې ده چې د اړو کسانو لاس نيوی به پرې وکړي.
د دغه پيسو ډېره برخه به نېږدې يو ۱،۲ مېلېونه هغه کسانو ته ورکړل شی چې په خصوصي سکتور کې کار کوي او اوس مهال قرنطين دي.
د کرونا ويروس له امله د نړۍ په ډېری هېوادونو کې په مېلېونه کارګران بې کاره شوي دي، چې د اقتصادي ستونزو او مالي مشکلاتو سر ټکوي.