ولسمشر غني: عبدالله عبدالله ته د سولې مسووليت سپارم او امتيازونه به يې د ولسمشر د مرستيال په توګه وي 

روهي (جمعه/۱۵  د وري)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د ولسي جرګې د ادارې پلاوي غړو سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وکتل. نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې د افغانستان راتلونکې کابينه به ټول شموله وي چې د هر قوم برخه به په کې خوندي وي. 

نوموړي وويل چې د تېر په څېر دوه سری حکومت نه غواړي جوړ کړي او د کړکېچ د پای په پار به ډاکټر عبدالله عبدالله ته د روغې - جوړې عالي شورا مشرتوب سپاري چې د ولسمشر د مرستيال  پروتوکول به ولري، او امنيتي امکانات، بوديجه او د پرېکړو کولو بڼه يې ټول د بحث وړ دي. 

محمد اشرف غني ويلي دي چې د افغان سياسيونو د يووالي لپاره د روغې جوړې شورا يو ښه سرچينه ده او عبدالله عبدالله ته يې مشرتوب او مسووليت سپارم. 

د يادونې ده چې د ولسي جرګې د مشر مير رحمان رحماني په ګډون اداري هئيت له ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم لېدنه کړې وه خو تر اوسه کومې څرګندې پايلې ته نه دي رسېدلي.