 
        	    
                    
                                    
                    روهي (جمعه/۱۵  د وري)، د نه رسمي   راپورونو پر اساس ويل کيږي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني  پوځي جنرال ايوب سالنګی د سيمه ييزو ارګانونو مالي او اداري مرستيال ټاکلی. تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ويلي. 
ولسمشر تېرې يوې اوونۍ د کابينې او ځيني دولتي ادارو لپاره نوي کسان په دندو ټاکلي دي. عبدالهادي ارغنديوال د مالي وزارت نوماند وزير، طاهر زهير د اطلاعاتو او فرهنګ نوماند وزير، داوود سلطان زوی کابل ښارول او شاکر کارګر د ولسمشر د دفتر رئيس هغه کسان دي چې په دې وروستيو ورځو کې رسماً اعلان شوي دي. 
 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								