ولسمشر غني طاهر زهیر د اطلاعاتو فرهنګ وزارت نوماند وزير وټاکلو 



روهي (جمعه/۱۵ د وري)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د جمهوري ریاست عالي مقام د ۵۶ ګڼې حکم پر اساس، محمد طاهر زهیر د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د نوماند په توګه وټاکه.

په حکم کې راغلي دي: «د اساسي قانون د څلور شپېتمې مادې د ۱۱ فقرې د حکم پر اساس، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د نوماند په توګه د محترم محمد طاهر زهیر ټاکل او معرفي منظور ده.»

په حکم کې، همداراز په پارلماني چارو کې د دولت وزارت موظف شوی چې یاد نوماند وزیر د اساسي قانون د یو نويیمې مادې د ۳ فقرې د رعایت پر اساس، د ملي شورا له ولسي جرګې څخه د تائید رایې اخیستو په موخه معرفي کړي.

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ