 
        	    
                    
                                    
                    روهي (جمعه/۱۵ د وري)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د هغه اندېښو او اوازو په اړه چې ګواکي ولسمشر د نوموړي صلايحتونه محدود کړي دي، غبرګون ښوودلی د خپل صلاحيت ډاډ يې وړاندې کړی دي. 
صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي، "له ولسمشر سره هېواد او خلکو ته د چوپړ په پار په خپلو چارو کې بوخت يم. اندېښنه او شک مه کوئ؛ زه د کوچنۍ کرونا (ويروس) او لويې کرونا (طالب)  پر وړاندې  کافي صلاحيت لرم."
ولسمشرۍ ماڼۍ هم په يوې خبرپاڼه کې ويلي دي، چې د ولسمشر د لومړي مرستيال د صلاحيتونو د ساتلو ترڅنګ ولسمشر غني د يو فرمان پر بنسټ لومړي مرستيال امرالله صالح ته ځيني ځانګړي صلاحيتونه ورکړي دي او هغه څه چې په ټولنيزو رسنيو کې د نوموړي د صلاحيتونو د محدوديت په اړه لاس په لاس کيږي، حيقيت نه لري. 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								