نړۍ کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر يو مېلېون ته نېږدې شو

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د وري)، نړۍ کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر 940,000 ته ورسېد، چې له نيمايي ډېر يې په اروپا کې دي. امريکا بيا د نړۍ هغه هېواد چې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر په کې دوه لکه شپاړس زره دی او د نړۍ  په هېوادونو کې دا تر ټولو پورته شمېر دی. 

هسپانيه بيا هغه هېواد دی چې د کرونا ويروس له امله يې د مړو شمېر لس زره درې کسانو ته رسېدلی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۵۰ کسان مړه شوي دي. 

کوېډ-۱۹ تر اوسه ۴۷ زره کسان مړه کړي دي چې ۳۵ زره په اروپايي هېوادونو لکه ايټاليا او هسپانيه کې دي. د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي چې به يوه او يا دوه ورځو کې شونتيا شته چې د ککړو کسانو شمېر يو مېلېونه ته ورسيږي.