 
        	    
                    
                                    
                    روهي (پنځه نۍ/۱۴ د وري)، له هغې وروسته چې کرونا وژونکی ويروس امريکا ته ورسېد هلته يې تر دوه زره کسانو ژوند واخېست او تر دوه لکه ډېر کسان پرې ککړ شول؛ د خلکو په اقتصادي او ټولنيیز ژوند يې هم ژور منفي اغېز کړی. 
د نيويارک په شمول امريکا کې بېړنی وضعيت اعلان شوی او ټول - ټال ۶،۶ مېلېونه امريکايي وګړي د ګرځبنديز او بيړني حالت په اعلانېدو سره بې کاره شوي دي. 
د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر او د دغه هېواد کنګرس دوه ترېلونه ډېرې پيسې کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې کړې خو بيا هم دغه هېواد د کرونا پر ويروس د ککړو شمېر د نړۍ له بل هر هېواد پورته دی. 
د وروستيو شمېر پر اساس دوه لکه او ۱۶ زره امريکايان په کوېډ- اخته شوي دي چې ډېری په نيويارک ايالت کې دي. 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								