د کورونا د نه خپرېدو په پارکابل کې سلګونه نشه یان ټولوي

روهي(پنځه نۍ/۱۴ د وري)، په زرګونه نشه یان کابل کې تر پلونو لاندې، پس کوڅو او پارکونو کې اوسېږي.د مختلفو سروېګانو له مخې افغانستان کې له دوه نیم تر درې نیم میلیونو نشه یان شته.افغان چارواکي وايي، د کورونا د نه خپرېدو لپاره پلازمېنه کابل کې سلګونه نشه یان ټولوي او دوو سیمو ته یې وړي.دوی کابل کې فونېکس کمپ-چې پخوا پوځي مرکز و- او هم حاجي کمپ ته لېږدول کېږي.
 
 
د نشه یانو د ټولولو موخه د کورونا وېروس مخنیوی بلل شوی دی.د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار د چارشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، چې تېرو څلرویشتو ګړیو کې د کورونا ۲۲ نورې پېښې هم ثبت شوې چې ۱۲ هرات او ۶ کابل کې دي.نویو پېښو سره هرات کې د کورونا نیولیو شمېر ۱۴۳ او کابل کې ۱۲ ته ورسېد.ښاغلي مایار دا هم وویل چې درې ورځو کې یې له کابل ۱۵۰۰ شکمنې پېښې ټولې کړي او ارزولې دي.
 
له دې مخکې په هرات، کابل، سمنګان، نیمروز، لوګر، بلخ، زابل، غزني، بدخشان، کندهار، ننګرهار، دایکندي، کاپیسا، بادغېس او سرپل کې کورونا نیولي کسان و.