ازبکستان  خوراکي او روغتیايي مواد   افغانستان ته استوي

روهي(درې نۍ/۱۴ د وري)، ازبکستان منځنۍ اسیا کې له بل هر هېواد ډېر په افغان سولې بهیر کې کارند یا فعال دی. افغانستان کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشف په تاشکند کې له افغان سفیر سره خبرو کې ویلي د کورونا وېروس له امله به د دغو هېوادونو ترمنځ انساني مرستې او ټرانسپورټ روان وي. په ازبکستان کې افغان سفیر احمد خالد علمي  وویل، د ازبکستان له لوري خوراکي او روغتیايي مواد د پنجشنبې په ورځ له حیرتان بندر افغانستان ته لېږل کېږي.
 
 
تاشکند کې افغان سفارت وايي، نن( د اپرېل ۲) به له ازبکستان درې سوه ټنه اوړه، ۱۵۰ ټنه وریزې، ۵۰ ټنه شکره یا بوره، ۵۰ ټنه غوړي، ۵۰ ټنه سابون او روغتیايي او خوندیتوب جامې افغانستان ته ولېږل شي.
قزاقستان د سیمې هېوادونو لپاره د غنمو سرچینه ده. د دغه هېواد غنم په ازبکستان کې اوړه کېږي او افغانستان ته رسېږي.قزاقستان دا مهال د غنمو صادرات په میاشت کې دوه لکه ټنو ته ټیټ کړي دي.
 
 
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د چارشنبې په ورځ وویل، له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره یې له چین د طبي وسایلو لوی پیټی (کارګو) ترلاسه کړی دی.دا وزارت وايي، په دې بسته کې د کورونا د تشخیص وسایل، ماسکونه او نورې طبي الې شاملې دي.د دوشنبې په ورځ ورځ له عربي متحده اماراتو هم د طبي وسایلو ډکه کارګو افغانستان ته رسېدلې وه.