په افغانستان کې د امريکې لويه لاسته راوړنه د کليواو کورونوورانول دي

 امريکا دعوا کوي،چې د اوباما د نوې ستراتيژۍ په برکت يې د افغانستان په سويل کې ښې برياوې ترلاسه کړي او د کندهار په دريو ولسواليو ارغنداب، ژيړي او پنجوايي کې يې پرمختګ کړی دی. امريکايي رسنۍ او په سر کې نيويارک ټايمز ليکي ،چې دغه برياوې په واقعيت کې د امريکايي ځواکونود ماتې پيلامه ده ، ځکه چې جنرال پتريوس هڅه کوي د ډېرو وحشيانه تاکتيکونو له لارې ځان بريالی وښيي. د نيويارک ټايمز په وينا جنرال پتريوس په کندهار کې د عملياتو په لړ کې هر هغه کور چې دوی نه نيولی او شکمن ورته ښکارېده ، په توغنديو ، بولډزورونو او نورو پرمختللو درنو وسلو والوزولو. دد دغو کورونو د ورانولو لپاره داسې وسلې هم استعمال شوې ، چې د سلو ګزو په شعاع کې يې هر څه له منځه وړل. په دې توګه جنرال پتريوس له کورنوسره ونې اوپټي هم له خاورې سره سم کړل. ګزارش وايي، چې که له يوې خوا جنرال يوڅه پرمختګ کړی ، خو له بلې خوا يې د سيمې خلک د امريکايي ځواکونو پروړاندې نورهم پارولي او طالبانو ته يې نږدې کړي. رسنۍ وايي،چې د جنرال پتريوس تاکتيکونه سړي ته هغه وحشت وريادوي ، چې امريکايي ځواکونو به له هغو څخه د خپلې ماتې په درشل کې په ويتنام کې کار اخيست.