سعودي عربستان د نړۍ له مسلمانانو غوښتي چې حج ته تياری دې وځنډوي 

روهي (څلورنۍ/۱۳ د وري)، د سعودي عربستان حکومت له د نړۍ له مسلمانانو غوښتي دي، چې تر هغې چې د کرونا وژونکي ويروس مهار څرګند شوی نه وي، تر هغې دي د حج فريضې د ادا کولو لپاره تياری وځنډوي. 

د سعودي عربستان شاهي حکومت د حج او عمرې وزير محمد صالح بن طاهر بانتن ويلي دي چې د سعودي عربستان د روغتيا وزارت سره په هوکړې يې پرېکړه کړې ده چې د يو ناڅرګند وخت پوري به د حج فريضي د ادا کولو مراسم ځنډېدلې وي. 

هر کال نېږدې ۲،۵ مېلېونه مسلمانان د نړۍ له ګوټ - ګوټ څخه د حج فريضې لپاره سعودي عربستان کې د مکې مکرمې او مدينې منورې سپيڅلو ښارونو ته ځي، چې سږ کال دغه بهير ځنډېدلی دی.