بغلان کې د کرونا ويروس لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوه 

روهي (څلور نۍ/۱۳ د وري)، د هېواد په شمال بغلان ولايت کې د کوېډ-۱۹ يا کرونا ويروس لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوې. د بغلان ولايت د عامې روغتيا رياست د دغه پېښې پخلی کړی. 

د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر عليم غفاري رسنيو ته ويلي دي، چې په کرونا ککړ کس ۴۱ کاله عمر لري او د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ اوسېدونکی دی. 

د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې دغه په کرونا ويروس ککړ کس په نېږدې تېر کې له ايران راستون شوی وو.