دوه فرانسوي يرغمل لاتر اوسه په افغانستان کې ژوندي دي

 د هغې ويډيو له مخې چې د فرانسې (فرانس3) تلويزيون خپره کړې، دوه فرانسوي خبريالان چې يوکال وړاندې د ډسمبر په 29 تښتول شوي وو ، لا تراوسه ژوندي او روغ دي. دغه خبريالان، چې د فرانس 3 لپاره يې کار کاوه، پروسږکال د کابل په شمال کې له لارې څخه وتښتول شول او تر اوسه يرغمل دي.