د طالبانو يو درې کسيز پلاوی کابل ته راغی 

روهي (درې نۍ/۱۲ د وري)، افغان حکومت سره د طالب بنديانو د خلاصون په پار د طالبانو يو درې کسيز پلاوی نن کابل ته رسېدلی دی. طالب وياند ذبيح الله مجاهد دا خبر رسنير کړ. 

نوموړي پر ټوېټر ليکلي، "‏د بندیانو د انتقال لپاره د اسلامي امارت ۳ کسیز تخنیکي ټیم نن کابل ته ورسید.

هغوی به د بندیانو د خلاصون د جریان څارنه کوي، او په تخنیکي برخه کې به د اړتیا وړ اقدامات ترسره کوي."

له دې وړاندې ټاکل شوې وه چې پنځلس کسيز طالب  پلاوی به د سرې مياشتې په منځګړېتوب کابل ته لاړ شي خو د کرونا ويروس په خپرېدو د دغه پلاوی شمېر را کم شوی.