ولسمشر غني عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر وټاکلو 

روهي (درې نۍ/۱۲ د وري)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني د دوه جلا حکمونو له لارې، ښاغلی عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو.

د هیواد جمهوررئیس د دوه جلا (۴۰ او ۴۱)حکمونو پر اساس، د مالیې وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه د عبدالهادي ارغندیوال ټاکل کېدل منظور کړل.

عبدالهادي ارغندیوال چې د هیواد مطرح سیاسي شخصیت دی چې تر دې وړاندې یې د جمهوررئیس د سلاکار او د اقتصاد وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي.