افغانستان کې د ولايتونو پر بنسټ د کرونا ويروس د مثبتو پېښو وروستۍ شمېر 

روهي (درې نۍ/۱۲ د وري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې د څلور نوې مثبتو پېښو په ثبت سره افغانستان کې د کرونا ويروس د ککړو کسان شمېر ۱۷۴ ته ورسېد چې څلور په کې بهرنيان دي. 

د وزارت د مالوماتو پر اساس تر اوسه څلور کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي دي او همدا ډول پنځه کسان درملنه شوي دي. 

د ولايتونو پر بنسټ افغانستان کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې: 
هرات: ۱۳۱
کابل: ۱۰ (څلور په کې بهرنيان دي)
فراه: ۵
سمنګان: ۴
نیمروز: ۵
لوګر: ۳
بلخ: ۳
زابل: ۲
غزني: ۱
بدخشان: ۱
کندهار: ۳
ننګرهار: ۱
دایکنډي: ۲
کاپیسا: ۱
بادغیس: ۱
سرپل: ۱