
روهي (درې نۍ/۱۲ د وري)، امريکا متحد ايالت نړۍ کې هغه هېواد دی چې د کرونا ويروس د ناروغانو شمېر له ټولو نورو هېوادونو په کې لوړې دي. که څه هم امريکا کې بيړنی وضعيت اعلان شوی دی او د خلکو پهه تګ - راتګ بنديز دی، خو بيا روغتونونو کې د بسترونو کمی رامنځ ته شوی.
اوس مهال د امريکا متحدو ايالتو د خپل بحري ځواک سترې بېړۍ د جنګي ماموريت پر ځاي په روغتيايي ماموريت ګکارلې دي او د ناروغانو درملنه په کې کيږي.
په ورجېنيا ايالت کې 894 فوټه اوږده بحري کښتي چې د زرو بسترونو وړتيا لري، د کرونا ويروس د ککړو کسانو لپاره روغتون دی او درملنه يې په کې کيږي.
په امريکا کې بيا تر ټولو ډېر اغېزمن ايالت نيويارک دی، چې د تېرې ورځې د شمېرونو پر اساس يې د مړو شمېر له يو زر پورته شو.