نړۍ شل هغه سياسي او مشهورې څېرې چې کرونا ويروس نېولې دي

روهي (درې نۍ/۱۲ د وري)، کرونا ويروس اوس مهال د نړۍ له ۱۵۰ زياتو هېوادونو ته رسېدلی دی؛ له اووه سوه زره ډېر کسان پرې ککړ او له ۳۳ زره ډېر مړه کړي دي. د عامو وګړو ترڅنګ د نړۍ د هېوادونو يو شمېر مشران او سياسي څېرې هم پر کرونا ويروس اخته شوې دي. 

د هغه سياسي او مشهورو څېرو نوملړ چې په کرونا ويروس اخته دي: 
۱- د هسپانيه مرستيال لومړي وزير کارمن کالوو؛ 

۲- د انګلستان وليعهد شهزاده چارلز؛ 

۳- د انګلستان لومړی وزير  بوریس جانسون؛

۴- د نيجريا هېواد د پوځ عمومي قومندان ابا کیاري؛ 

۵- د امريکا د مشرانو جرګې غړی د جمهوري غوښتنکي ګوند نوماند رند پل؛ 

۶- د موناکو شهزاده البرت؛ 

۷- د برازيل د کانونو وزير بنت آلبوكرک؛ 

۸- د برازيل د ملي امنيت شورا سلاکار آګوستو هلن؛ 

۹- جرمني کې د اسرائيلو سفير جرمي ایساخاروف؛

۱۰- د جرمني سياسي مشر فردریش مرز؛ 

۱۱- د جاپان د فوټبال فدراسيون مشر کوزو تاشیما؛ 

۱۲- د انګلستان د روغتيا وزير نادین دوریس؛ 

۱۳- د اسټراليا کورنيو چارو وزير پیتر دوتون؛ 

۱۴- د ايران مرستياله ولسمشره معصومه ابتکار؛

۱۵- د کاناډا د لومړي وزير ميرمن سوفي ګریګور ترودو؛ 

۱۶- د هسپانيه د لومړي وزير ميرمن بګونا ګومز؛

۱۷- د فرانسې د کلتور وزير فرنک؛ 

۱۸- د متحدو ايالتو د ميمي ښاروال فرانسیس سوارز؛ 

۱۹- د پولنډ د چاپيريال وزير میشال ووس؛ 

۲۰- د بالېووډ مشهور اداکار  تام هنکس.