د ولسمشر  غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

روهي (دوه نۍ/۱۱ د وري)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن ماښام د ملي امنیت شورا غونډه په ګلخانه ماڼۍ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې، د هیواد په عمومي امنیتي وضعیت پر بحث سربېره، د امنیتي او دفاعي ارګانونو په لګښتونو په ځانګړي ډول په تېلو، ترمیماتو، خریداریو او سون توکو کې د لوړ لګښت د مخنیوي په موخه د برېښنا انرژۍ سره د امنیتي ځواکونو د ټولو مرکزونو نښلولو په اړه بحث وشو.

جمهوررئیس غني ټینګار وکړ چې په لګښتونو کې د سپما په تطبیق سره، نه یوازې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په امتیازاتو او د خدمتونو وړاندې کولو کې کموالی نه راځي، بلکې دغه اقدام به د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مؤثریت او د خدمتونو د کیفیت پر لوړوالي مثبت اغېز وکړي.

په دې غونډه کې څرګنده شوه چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په فعال دفاعي حالت کې قرار لري او په قاطعیت د ملي ګټو او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي.