د کورونا تشخیص درېيم مرکز یکشنبه جلال اباد کې پرانېستل شو

روهي(دوه نۍ/۱۱ د وري)، افغانستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو د شمېر ډېرېدو سره سم د دې وېروس او ناروغۍ د تشخیص درېيم مرکز یکشنبه جلال اباد کې پرانېستل شو. دې مرکز کې به د ننګرهار او ګاونډیو ولايتونو د کورونا وېروس مشکوکې پېښې معاینه او تشخیص کېږي.‌
 
 
تر اوسه د کورونا وېروس پېښې د کابل او هرات په لابراتوارونو کې مالومېدې، خو د عامې روغتيا وزارت وايي، اوس به هره ورځ سل بېلګې په ننګرهار کې هم ازميل کېږي.همدا راز د افغانستان حکومت د کورونا وېروس د خپرېدو د ګواښ له امله د ياد وېروس د مالومولو زرګونه نور کیټونه راغوښتي دي.
 
 
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد احمد مايار وایي، د روغتونونو د ظرفيت لوړولو لپاره له اماراتو د ۲۵ زره او له چين د ۵۵ زره د کورونا مالومولو روغتيايي کېټونو یا وسایلو د رالېږدولو هڅې روانې دي.