عبدالرب رسول سياف افغان حکومت له خوا د سولې مرکچي پلاوي هرکلی کړی 

روهي (دوه نۍ/۱۱ د وري)، جهادي مشر عبدالرب رسول سياف د افغان حکومت له خوا طالبانو سره د سولې خبرو ۲۱ کسيز پلاوي د جوړېدو او اعلان هرکلی کړی دی او ښه ګام يې بللی دی. 

سياف وايي چې د سولې ټاکل شوی مرکچي پلاوی بايد د نظر يووالی ولري او طالبانو سره د خبرو پر مهال د افغانستان راتلونکی او ملي ګټې په پام کې ونېسي. 

نوموړي همدا ډول ويلي دي چې د روغې - جوړې شورا هم د جوړېدو په حال کې ده چې ياده شورا  او ياده شورا به طالبانو سره د سولې خبرو اساس ټاکي. 

حکومت تېره اوونۍ طالبانو سره د خبرو ۲۱ کسيز پلاوي اعلان کړي چې امريکا او ملګري ملتونو يې هرکلی وکړ خو د طالبانو په شمول يو شمېر سياسي ګړيو يې مخالفت وکړ او ويلي دي چې ياد پلاوی ټول شموله نه دی.