 
        	    
                    
                                    
                     د بنګله دېش د بهرنيوچارووزارت خبر ورکوي، چې د دوی دوه تنه اتباع چې د جمعې په ورځ له پنځونورو بنګله ديشي کارکوونکو سره تښتول شوي وو،نن خوشې شوي. د خوشې شوو انجينرانو په وينا د دوی نوره پنځه تنه ملګري په مزارشريف کې ژوندي او ښه دي. د سړک جوړونې د يوه کوريايي شرکت اته تنه بنګله ديشي کارکوونکي د جمعې په ورځ بلخ ته څېرمه وتښتول شول ، چې وروسته د يوه انجينر مړی وموندل شو. د تښتولو مسوولين تر اوسه نه دي څرګند شوي.
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								