روهي (يوه نۍ/۱۰ د وري)، په عامه اړيکو او سټراټېژيکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحيد عمر وايي چې که چېرې طالبان په رېښتيا د سولې اراده لري نو بايد د حکومت له خوا د سولې ټاکل شوي پلاوي په اړه بهانې جوړې نه کړي.
د وحيد په وينا چې حکومت يو ټول ګډونه او هر اخيز پلاوی ټاکلی دی او اوس طالبانو ته په کار ده چې خپل پلاوی وټاکي.
نوموړي خبرداری ورکړی دی چې که چېرې طالبان د حکومت پر پلاوي نيوکې او ورسره ستونزه لري نو بيا د دوی له پلاوي سره ستونزه لرو.
عمر ويلي چې افغان حکومت هېڅ کله له طالبانو نه دي غوښتي چې مرکچي پلاوی يې بايد څه ډول وسي، نو دوی ته هم نه ده په کار چې زمونږد پلاوي په اړه نظر ورکړي.
افغان حکومت درې ورځې وړاندې د سولې بين الافغاني خبرو لپاره د محمد معصوم ستانکزي په مشرۍ ۲۱کسيز پلاوی معرفي کړ، خو طالبانو ور سره مخالفت وښوود.
وروستي