
روهي (يوه نۍ/۱۰ د وري)، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان څخه په ګټې اخېستنې هرات ولايت کې د حکومت له زندان ۱۵۰ بنديان ازاد شول.
هرات کې د زندان مسوولين وايي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د هغه فرمان پر اساس چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره يې د يو شمېر زندان د خوشي امر کړی، په نېږدې وخت کې به ۵۰۰ نور زندانيان هم ازاد شي.
هرات کې امنيتي مسوولين وايي چې يو روغتيايی ډلې ته دنده سپارلې ده ترڅو د هرات مرکزي زندان ته د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره اړين اقدامات وکړي او زندان ته د کوېډ-۱۹ د ورتګ مخه ونېسي.