افغان حکومت: د سولې مرکچي پلاوی کې بدلون نه راځي 

روهي (يوه نۍ/۱۰ د وري)، افغان حکومت د يو شمېر سياسي ډلو او وسله والو طالبانو د هغه مخالفت په غبرګون چې د سولې ټاکل شوی پلاوی هر اړخيز او ټول - شموله نه دی ويلي دي چې په دې پلاوي کې بدلون نه راځي او سلا مشورو وروسته ټاکل شوی دی. 

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ويلي دي، چې ياد پلاوي له سلا مشورو وروسته ټاکل شوی دی چې جوړښت يې ټول شموله دی او بيلا بيلې خواوې په کې دننه دي. 

د ياد وزارت وياندې ناجيه انوري په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "دا پلاوی تر ډېرې مشورې او په افغانستان کې له هغو اړخونو سره چې نفوذ لري تر خبرو وروسته جوړ شوی دی. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوي نوملړ نهايي شوی او نور بدلون نه‌شي په‌ کې راتلی."

په ورته وخت کې  افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، رولاند کوبیا طالبانو ته په ټوېټر ليکلي دي چې دوی د جګړې/سولې يو اړخ دی او دوی نه شي کولی چې د خپل مقابل لوري لپاره فرمايش وړاندې او د پلاوي په ټاکلو کې نظر ورکړي. 

نوموړي ويلي دي چې که چېرې طالبان د  افغان حکومت د پلاوي په ټول - شموليت خبرې کوي نو بايد د خپل پلاوي په جوړښت هم فکر وکړي چې څومره ښځې په کې برخه لري او څومره ټول شموله دی. 

افغان حکومت د محمد معصوم ستانکزي په مشرۍ يو ۲۱ کسيز پلاوی ټاکلی خو د طالبانو په شمول يو شمېر سياسي ډلې وايي چې دغه پلاوی د افغان ولس استازېتوب  نه شي کولی.