په جلال اباد  کې د کرونا ناروغۍ مخنيوي په موخه د پاتو ۹ مدرسو طالب علمان  رخصت کړای شول

روهي (يوه نۍ/۱۰ د وري)، د ننګرهار ولايت حج اوقافو رياست له لوري د کرونا ناروغۍ مخنيوي په موخه  د پاتو نهو مدرسو طالب علمان رخصت کړای شول.

د حج اوقافو رياست مسئولين وايي، چې دوی په ښار او ولسواليو کې مدرسې رخصت کړې وې؛ خو يادو نهو مدرسو لاهم فعاليت  درلود، چې نن يې رخصت کړې.

دوی وايي، چې په ټول هېواد کې د زده کړو مرکزونه د کرونا ناروغۍ مخنيوي په موخه رخصت شوي دي؛ که څوک رخصت نه کوي او سرغړونه کوي؛ نو د قانون له مخې به ور سره چلند تر سره شي