 
        	    
                    
                                    
                     تر هغو وروسته ، چې اروپايي اتحاديې د افغانستان پر هوايي شرکتونو بنديز ولګاوه ، صافي هوايي شرکت د خپلو مسافرينو د وړلو لپاره د لنډ مهال په مخه يوه اروپايي الوتکه کرايه کړه . د شرکت مسوولين وايي، چې د راتلونکي کال د جنورې تر لسمې وروسته به فرانکفورت ته خپلې ټولې الوتنې تر هغو چې د حل کومه مناسبه لار ورته مومي، وځنډوي.
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								