خليلزاد طالبانو سره د افغان پلاوی هراړخيز بللی او هرکلی يې کړی 

روهي (نۍ/۹ د وري)، د افغان روغې جوړې لياره د متحدو ايالتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغان حکومت له خوا طالبانو سره د بين الافغاني خبرو لپاره د ټاکل شوي شل کسيز پلاوي جوړښت هر اړخيز بللی دی. 

زلمي خليلزاد د دغه پلاوی د ټاکلو هرکلی کړی او هيله يې ښوودلې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې به پيل او پايله به ورکړي. 

زلمي خليلزاد په ټوېټر ليکلي، "غواړم چې د افغانستان حکومت، د سیاسي مدني ټولنې مشرانو ته په رایوځای کېدو مبارکي ووایم. دوی له طالبانو سره د خبرو لپاره یو هر اړخیز مرکچي پلاوی جوړ کړی. د اسلامي جمهوریت پلاوی د ملت حقیقي رنګارنګي منعکسوي او ښځو ته‌یې ونډه ورکړې ده."

په ورته وخت کې د سولې وزارت سلاکار عزيز الله فضلي په دې اړه ازادۍ راډويو ته ويلي، "د بندیانو تبادله د سولې د خبرو لپاره مهمه ده. د افغانستان حکومت د مرکچي پلاوي نومونه اعلان کړي چې په راس کې یې ښاغلی ستانکزی دی. د طالبانو له لوري به د قطر د دفتر غړي وي چې له امریکا سره‌یې هم خبرې کړي او یا ښايي څه بدلون په‌کې راشي، خو مشري به‌یې ملا عبدالغني برادر کوي چې د قطر د دفتر مشر او د طالبانو د تحریک مرستیال دی."

د دغه پلاوي مشرتوب معصوم استانکزي کوي؛  نادر نادري، متین بیک، حبیبه سرابي، عبدالهادي ارغندیوال، خالد نور، کلیم‌الله نقیبي، عنایت الله بلیغ، شهلا فرید، محمد ناطقي، حفیظ منصور، زینب موحد، باتور دوستم، داکتر امین احمدي، ضرار احمد مقبل، ذکیه ورګ، رسول طالب، شریفه زرمتي،  ایوب انصاري او امين کريم د دغه پلاوی غړي دي.