د بريټانیا لومړی وزیر بورېس جانسن هم پر کرونا ویروس اخته شوی

روهي (جمعه/۸ د وري). ‫د راپورونو له مخې د انګلستان يا بريتانيا لومړی وزير جانسن بورېس د کرونا علایم درلودل او د ویروس د معایناتو نتیجه یې مثبته ده.‬

نوموړي هم په ټوېټر يو ويډيي پيغام پور کړی دی او ويیلي دي چې نن يې د کرونا ويروس  معاينات کړي چې مثبت ختلي. 

له دې وړاندې د نړۍ يو شمېر نور مشران او مشهورې څېرې هم په دې ويروس اخته شوې وې. د متحدو ايالتو ولسمشر هم څه وخت وړاندې د کرونا ويروس معاينه کړې وه خو پايله يې منفي وه.