مجاهد : امر الله صالح له امریکايي استخباراتو سره په ګډه په پاکستان کې ترهګریز بريدونه طرحه کول

 دکابل دولايتي شورا پخوانی مشر مولوي عبدالعزيز وايي : دافغانستان دملي امنيت دپخواني مشر امر الله صالح له ګوښه کېدو راوروسته په کابل او ګرد افغانستان کې ځانمرګي بریدونه یا کم شوې دي او یا بیخي له منځه تللې و مجاهد وايي : امرالله صالح له امریکايي استخباراتو سره په ګډه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه طرحه کول او پاکستان به ېې په غبرګون کې په کابل او دافغانستان په نورو برخو کې خپل کسات اخسته ، چې دامرالله صالح له ګوښه کېدو وروسته حالت ډېر ښه شوې و .
داخبرې مولوي عبدالعزیز پرون په کابل او کندوز کې له ځانمرګو بریدونو څخه وروسته کړې دي دیادونې وړ ده له کومې ورځې ،چې حنیف اتمر او امرالله صالح له دندو ګوښه شوې دي په کابل او افغانستان کې امینت د ډاډ وړ ګڼلې شي .