د هېواد ختيځ ننګرهار ولايت کې د کوېډ-۱۹ لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوه 

روهي (جمعه/۸ د وري)، د هېواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې هم د کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوه. دې سره افغانستان کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۹۵ ته ورسېد. 

د عامې روغتيا وزارت وياند وايي جلال اباد کې پر کرونا ويروس اخته دغه کس عمرې حج ادا کولو نه ورسته هيواد ته ګرځيدلی. 

افغانستان کې تر اوسه څلور کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي چې وروستۍ مړينه يې تېره ورځ په هرات ولايت کې وه.