 
        	    
                    
                                    
                    روهي (پنځه نۍ/۷ د وري)، يوناما په يو تازه راپور کې ويلي دي چې په روانې مارچ مياشت کې تر سلو زيات افغانان وژل شوي او په ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي. 
يوناما د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي د غوښتنو په تعقيب چې په نړۍ کې د اوربند غوښتي؛ افغان جګړه کې هم له ښکېلو ډلو غوښتي چې د کرونا ويروس سره د مبارزې په پار سره اوبرند وکړي. 
يوناما ويلي دي چې د ولسي وګړو د تلفاتو ډېری لامل د افغان حکومت مخالفې وسله والې ډلې دي، چې په جګړې  کې بوختې دي. 
 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								