پخوانی اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله: له کرونا ويروس ځانونه وساتئ 

روهي (پنځه نۍ/۶ د وري)، د ملي يووالي حکومت پخواني اجرائيه ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کې رسنيزه ناسته رابللې وه، چې د هېواد په روان سياسي او ټولنيز وضعيت يې خبرې وکړې. 

عبدالله عبدالله د متحدو ايالتو له خوا د يو مېلېارد امريکايي ډالرو مرستې په نه ورکولو اندېښنه  ښوودلی او ويلي دي، چې افغانستان به له بحران سره مخ کړي. 

نوموړي ويلي دي چې يادې پېسې ولس پوري اړه لري او د يو ځانګړی کس يا ټيم صلاحيت نه دی چې په اړه يې پرېکړه وکړي. نوموړي د مايک پمپيو د سفر په اړه هم خبرې وکړې او زياته کړې چې د سياسي کړکېچ د پای په پار ښه فرصت وو. 

عبدالله عبدالله د خپلو خبرو به بله برخه کې په کرونا ويروس غږېدلی او له خلکو يې غوښتي وقايي تياري ونېسي او په دې برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښوونې پلې کړې. 

د يادونې ده چې کابل ته د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک په سفر او منځګړېتوب سره بيا هم د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سياسي کړکېچ پای ته نه دی رسېدلی.