د «وخت مدیریت» کتاب لنډه محتوا

د وخت مدیریت کتاب چې تازه چاپ شوی، د ګلاب بهار لخوا ژباړل شوی او علمي خپرندویې ټولنې په خپل مالي لګښت چاپ شوی دی. دا چې د وخت مدیریت په بشري ژوند کې تر ټولو لویه شتمني بلل کېږي او په خپله د وخت مدیریت د پلانولو او ترتیبولو هغه پروسې ته ویل کېږي، چې خپل وخت د مشخصو فعالیتونو ترمنځ په داسې ترتیب سره ووېشل شي، څو د وخت ښه مدیریت کول د دې جوګه وا وسي چې کارونه په سمه توګه او اسانه طریقې سره سرته ورسېږي. یعنې مثلاً فرضوو که تاسې ډېر لږ وخت ولری، خو د کار فشار درباندې لوړ وي، نو تر هغې وخته پوري نه شی کولای چې کارونه په مؤثریت سرته ورسوی، ترڅو چې د وخت مدیریت وړتیا ونلری.
 
د وخت مدیریت د تخنیکونو په کارولو سره تاسې خپلې وړتیاوې رابرسېره کولای شی او کارونه په اغېزمن ډول مخ ته وړلای شی، خو د وخت ښه مدیریت کې مهمه دا ده چې د فعالیتونو پر ځای د کارونو په پایلو تمرکز وشي، خو دلته باید دې خبرې ته هم نظر وکړو، چې ډېر بوخت کېدل او ډېر کار کول د اغېزمنتیا سره یو شان نه وي، بلکې کار باید په داسې ترتیب سره صورت ونیسي چې د ترسره کولو او اجرا کولو د مخه ورته وخت مدیریت کړای شي، ترڅو له یوې خوا د وخت محدودیت سره مخ نه شو او له بلې خوا مو کارونه په کم وخت او اغېزمنتیا سره سرته رسولې وي.
 
لکه څرنګه چې مخکې مو یادونه وکړه، چې په انساني ژوند کې د انسان لپاره وخت مهمه معنوي شتمني بلل کېږي، نو په همدې اساس د وخت تنظیمول او مدیریت کول تر بل هر څه خورا اړین فکټور دی. که وګورو اکثراً وخت مونږ فکر کوو چې یو کار وځنډوو یا کېدل یې بل وخت ته پرېږدو خو وروسته بیا محسوسه شي چې دغه معنوي شتمني مو څومره ضایع کړې ده، چې پر همدې اساس سره ویلای شو چې وخت یوه داسې معنوي شتمني ده چې هېچاته هم انتظار نه کوي بلکې همداسې تېریږي، خو هغه انسانان په کې ډېر بریالي وي چې د وخت په تنظیم، مدیریت او همدا شان د وخت څخه په ګټه اخیستنه باندې پوهېږي. 
 
د وخت تنظیم او مدیریت په روزمره توګه تر ټولو ښه کېدای شي. په دې مانا چې هره ورځ، دوه یا څو ورځو کې موږ د ځان لپاره د لومړیتوب په اساس هغه مهم کارونه وټاکو چې کول یې اړین وي او دغه کارونه چې د خپل منظم تقسیم اوقات په اساس ترسره کړو، نو د یو ډول راحت احساس کولای شو. د لومړیتوب لرونکو کارونو ترسره کول د وخت په اساس انسان ته دا احساس ورکوي چې رښتیا هم مهم کارونه مې کړې دي او دا یې لا نور د کارونو د ترسره کولو لپاره د هڅونې باعث ګرځي.
 
د وخت مدیریت په دې مانا نه دی چې انسان د هر ډول کار د ترسره کولو لپاره ځان چمتو کړي، بلکې لومړی باید انسان خپله توانایی وګوري او د هغې وروسته د یو کار د ترسره کولو یا نه ترسره کولو تصمیم ونیسي. اکثراً وخت موږ وخت ځکه نشو مدیریت کولای چې ځانونه په هغو کارونو کې بوختوو چې زمونږ د توانایی نه لوړ وي او د کافي سفر وروسته موږ ته احساس شي چې دا کار مې باید نه وای پیل کړی. اړینه ده چې مخکې د کار کولو نه انسان د کار د ترسره کېدلو وخت او فرصت نظر کې ونیسي، که لازم وخت مو د کار کولو لپاره د خپلې توانایی په تناس کې لره، نو بلکل یې وکړئ، کنه نو مه یې ترسره کوئ. همدارنګه د دې لپاره چې بدن مو نورمال وي نو د وخت په تنظیم کې باید خوب کولو ته هم فکر وشي او د همدې پرنسیپ په اساس باید انسان په څیلرویشتو ساعتونو کې د راحت مطابق خوب هم وکړي، ترڅو د کارونو د ترسره کولو لپاره یې بدن جوګه او ارام وي. 
 
د وخت نه د ښې ګټې اخیستنې په خاطر ضروري ده چې انسان د کار په وخت ټوله پاملرنه خپل کار ته وکړي، ترڅو په پوره مثمریت سره کار سرته ورسوي او ترڅنګ یې په یو وخت کې دا کوشش وشي، چې یو کار ته توجه وشي، ځکه په یو وخت کې د څو کارونو سرته رسول په همزمانه توګه په کاري پرمختګ کې خنډ رامنځته کوي. پس د دې لپاره چې د وخت سم مدیریت وکړل شي، اړینه ده چې د خپلو کارونو لېست ترتیب او اهمیت ته یې په کتو سره په روزمره توګه دغه لېست یا نوملړ تعقیب او د وخت د تنظیم په اساس ترسره شي او د هر کار لپاره باید معین او مشخص وخت وټاکل شي. داسې هم نه ده چې د تفریح وخت هم سړی په کار بوخته کړي، څومره چې د انسان ذهن ارام او راحت وي په هماغه توګه یې د کار ګټورتوب او ارزښت هم زیات وي او د وخت تنظیم عیناً د پلانګذارۍ یوه پروسه ده، خو په دې پروسه کې مهمه دا ده چې انسان د دغه تېریدونکي معنوي شتمنۍ څخه څنګه ګټه واخلي، ځکه وخت داسې یوه شتمني ده چې مونږ کولای شو اعظمي ګټه ورځیني واخلو او د وخت د ښه مدیریت کولو په اساس به وکولای شو، چې خپل ژوند په ښه ډول تحلیل کړو او هر اړخ ته یې تقویت ورکړو. جیم ران چې یو تر ټولو مؤثر ویناوال و، ده د وخت د ښه مدیریت او مصرف په اړه معلومات راټول کړل چې د ده معلومات په عمل کې ثابت شوي معلومات دي او په میلیونونو انسانانو کې یې د هڅونې حس پیاوړی (بیا ژوندی) کړی دی، وایي:«د وخت د مدیریت لپاره پلان ترتیبول اسان دي، خو په عمل کې یې ثابتول ګران کار دی، لکه بل هر لوی څه چې موږ تر اوسه هم په خپل ژوند کې بشپړ کړی دی، همداسې د وخت مدیریت دی چې تر ټولو مشکله مرحله یې شروع کول دي، نو یوازې دا هڅه مه کوه چې دغه مرحلې له سره تر پایه ولولې، بلکې هڅه وکړه چې په عمل کې یې ثابتې کړې او بله دا چې مشکل دا نه دی چې مونږ معلومات نه لرو، اصلي مشکل دا دی چې زمونږ سره شته معلومات په سم ډول نه شو کارولای او د عمل جامه نشو ور اغوستلی، موږ د معلوماتو په ډنډ کې غرکېږو، خو د پوهې لپاره له لوږې مرو.»
 
بالاخره ویلای شو چې د وخت مدیریت د ژوند مدیریت دی. د فرد مدیریت دی! د وخت مدیریت د دې سبب کېږي، چې تاسو کارونه په هماغه منطقي تسلسل کې ترسره کړی چې اړتیا یې وي او همدارنګه وخت د سرو زرو هم قېمتی دی، ځکه د وخت په وسیله سره زر اخیستلای شو، خو د سرو زرو په وسیله یوه تېره شوې ثانیه هم نه شو اخیستلای، چې دا کتاب «د وخت مدیریت» هم پر همدغه موضوع را څرخي او ستاسو د بریا او موخو ته د رسېدو په وړاندې ستر او لوی خطرات (ستاسو تنبلي، کهالت، د وخت ناسم استعمال، بې پروایي او سستي) د وخت مدیریت په وسیله د منځه وړلو او ختمولو لارې چارې درښیي، چې همدغه موضوع (د وخت څخه مؤثره ګټه اخیستنه) د کتاب منځپانګه او محتوا هم بلل کېږي. په کتاب کې په فصاحت او تسلسل سره د وخت مدیریت اړونده موضوعات او مطالب ذکر شوي دي او د وخت مدیریت اړونده ټولې طريقې، تخنیکونه او سټراټيژۍ په معلومه توګه ثبوت او ښودل شوي دي، کوم چې ډېر ګړندي اعمال دي. د وخت د مصرف څخه د مخنيوي، د رواشناسۍ او عاطفو ډول ډول تشریح، د تنبل او کمزوري مدیریت څخه مخنیوی پکې ښودل شوی. د بحثونو، نظریو، اصولو او تحقیقاتو په برخه کې اوږدې مقالې نه دي، بلکې هغه څه چې دلته زده کوی، مشخصې او ځانګړې کړنې دي، چې کولای شئ په کار يې واچوی، ترڅو له خپل کار څخه ښې پایلې واخلئ او هغه ته په کم وخت کې ورسېږئ، خو تر ټولو جالبه یې دا ده چې د هر عنوان یا موضوع وروسته، موضوع ته په کتو عملي تمرینات راغلي دي چې په وسیله یې تاسو کولای شئ د کتاب څخه لا غوره ګټنه پورته کړئ.