اسراييل:پرايران دې نور بنديزونه ولګول شي.

 اسراييل وايي د ايران اټومي لانجه پرخبرو نه حليږي او په کار ده چې پردغه هېواد د نړيوالو هېوادونو لا نور بنديزونه ولګول شي.
د اسراييلو دفاع وزير ايهود بارک دا خبره د پينځه جمع يو هېوادونو سره د ايران د نېږدې خبرو په درشل کې په داسې مهال کړې چې څو ورځې وړاندې د امريکايي ولسمشر اټومي سلاکار هم ايران ته ورته ګواښ کړى و.
ايران چې د لويديز د دعوې برعکس خپل اټومي پروګرام سوله ييزګڼي، پخوا د اسراييلي چارواکو د ورته خبرو له امله پر دغې سيمې د بريد ګواښ کړى و.