دکرونا واکسین او درملنه !

ددوه نیمو میاشتو راهیسې د کرونا ویروس  مخنیوي او واکسینونو په رامنځته کولو کې ډیرې څیړنې ترسره شوي دي! 

دغه ویروس د چین لخوا د ډیسمبر په ۳۱  له رسنیو سره شریک شو ، له خبرتیا وروسته په لسو ورځو کې ددې ویروس ټول جنیټکي کوډونه وپیژندل شو، له هغه وخته تر دې دمه، ددې ویروس په مخنیوي ، نښې اوتشخیص کې په سلګونو څیړنې ترسره شوي دي، څو ورځې وړاندې د روش روغتیايي کمپنۍ خبر ورکړ چې  د کباس ۶۸۰۰ او کباس ۷۵۰۰  په نوم د کرونا ویروس تشخیصیه وسیلې  به دروغتیا پالانو په واک کې ورکړي چې  هره یوه وسیله یې کولی شي  په یوه ورځ کې تر ۳۰۰۰ پورې دکرونا ټسټونه په معیاري او دقیق ډول ترسره کړي.

دم ګړۍ  اته (۸) واکسینونه د څیړونکو په لاس کې دي، چې ددې ویروس په له مینځه وړلو کې به عمده برخه واخلي، د ماډرن ټیراپیوټیک روغتیایي کمپنۍ  تیره ورځ سیاتل کې په  ۴۵ کسانو باندې عملا دواکسین  ازمایښتونه ترسره کړل چې دنورو شرکتونو په نسبت په دې برخه کې چټک او پرمختللي ګامونه  یې اخیستې!

تر دې وړاندې مونږ اوسنۍ پرمختللي  ټکنالوجۍ په لاس کې نه درلوده او د یو واکسین جوړونه ډیر وخت په بر کې نیول، واکسینونه په هغه وخت کې په دې ډول لاسته راوړل کیدل چې  ویروس به یې کمزوري کول او بیا به یې واکسین ترې جوړول یا به یې ویروس له منځه وړل ، چې له بده مرغه ډیر وخت به یې په برکې نیول!

 له نیکه  مرغه اوسمهال واکسین داسي جوړوو چې د ویروس جنټیکي جوړښت پیداکو او دهغې د جوړښت له مخې یوه د (ډی ان ای  یا ار ان ای) ساختمان جوړو  او هغه چیک کو چې ایا کارونه یې دانسان لپاره  بې خطره دی یا نه!

تراوسه په سلګونو څیړنې ددې ویروس ددرملو په منځته راوړلو کې ترسره شوي دي چې دهغوی له جملې څخه لاندې درمل ګټور ثابت شوي دي:

۱. کلورکین (د ملاریا ضد درمل)
دغه درمل نن ورځ په خواله رسنیو کې د پلاکینیل په نوم ښکته اوپورته کیږي   ورسره لیکلی وي چې د کرونا ویروس ۱۰۰ سلنه له مینځه وړي ، حال دا چې دا یوازې یوه مرستندوی درمل دی!

۲. ریټاناویر (دایډز ناروغۍ ضد درمل)

۳. هایډروکسي کلورکین (دروماتیزم ، لوپس او ملاریا ضد درمل) 

۴. فاویلاویر : دغه درمل د فاویلاویر چیني درمل جوړونې کمپنۍ په وسیله رامنځته شوې چې د کرونا ویروس په له مینځه وړلو کې ډیر ګټور ثابت شوي دي!
تر دې وړاندې دغه درمل په جاپان کې د زکام یا انفلوانزا د ناروغۍ ددرملنې لپاره کارول کیده.

۵. ریمډیز ویر (انټې ویروس درمل چې مخکې د ایبولا ناروغۍ په درملنه کې کارول کیدل) 

یادونه:
 ریمډیز ویر درمل  د امریکې متحده ایالاتو او چین کې په ډیرو ناروغانو ازمویل شوی دی چې له نیکه مرغه ډیر ګټور ثابت شوی دی.