څو وسلوال کابل ښار کې درمسال ته ننوتلي

روهي(څلورنۍ/۶ د وري)، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، سهار نږدې اته بجې څو وسلوال کابل ښار کې درمسال ته ننوتلي او له امنیتي ځواکونو سره یې نښته روانه ده.برید د کابل لومړۍ امنیتي حوزې په شور بازار سیمه کې شوی دی. څو شیبې مخکې د کورنیو چارو وزارت طارق ارین بي بي سي ته وویل، امنیتي ځواکونو د درمسال اول پوړ خالي کړ او ځینې ګیر کسان وژغورل شول.
 
 
وسلوال طالبان وايي، دې برید کې لاس نه لري، خو تر اوسه کومې بلې ډلې د دې برید ټټر نه دی وهلی.هندوان او سیکان له پېړیو را هیسې افغانستان کې ژوند کوي، له ۷۰ لمریزي لسیزې مخکې نږدې ۲۵۰ زره سیک او هندو کورنۍ د افغانستان په څو ښارونو کې ژوند کاوه، خو د کورنیو جګړه له امله یې کډوالي پیل کړه، چې اوس هم روانه ده.اوس له سلو کمې کورنۍ د افغانستان څو ښارونو کې ژوند کوي.ناامني، بې وزلي، ښوونې روزنې ته نه لاسرسی او بې سرپانيي د دوی مهمې ستونزې دي.شوربازار د کابل زوړ ښار یوه پخوانی ځای دی او د دې سیمې درمسال کې څو سیک کورنۍ ژوند کوي.