په ایران کې ۱۶ افغانان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي

روهي(درې نۍ/۵ د وري)، په ایران کې ۱۶ افغانان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي. د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند رضا باهر ویلي، په ایران کې په کورونا وېروس د اخته شویو افغانانو شمېر معلوم نه دی؛ ځکه چې په ایران کې بېړني وضعیت ټول‌شموله نه دی چې دقیقې شمېرې دې ترلاسه شي.
 
د افغانستان د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز په يوه خبري غونډه کې ويلي، چې تراوسه په افغانستان کې د کورونا ۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. ښاغلي فيروز الدين د کورونا وېروس د مخنيوي پر اقداماتو يو ځل بيا ټينګار وکړ او وايي په داسې ''ټکان ورکونکي حالت'' کې يې بايد ټول له يو بل سره مرسته وکړي.
 
افغان چارواکي وايي، تر ډېره افغانستان کې په کورونا وېروس اخته کسان له ایرانه راغلي او یا یې هغه کسان نیولي چې له ایرانه راغلو کسانو سره یې راشه درشه درلوده.