په مبدان وردګو ولايت کې (۵۰) تنه پوليس دمسلکي زده کړو وروسته په دندو وګومارل شول

 د میدان وردګو ولایت په مرکز میدانښار کې میشت هېواد ترکیي ولایتي ډلې په مرسته دامني قوماندانۍ (۵۰) تنه پولیس د(۲۴) دورې په ترڅ کې دوه میاشتنۍ زده کړو وروسته فارغ او برې لیکونه یې ترلاسه کړه.
دهمدغو پولیسو دفراغت په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې ددې ولایت والي محمد حلیم فدایي سربېره دکورنیو چاروز وزارت دتعلیمي برخې مرستیال،دولایتي بیارغاونې ډلې مسول الف اشکلی،دامنیي قوماندان جنرال حقنواز حقیار،دولایتي شوار غړو او دولتي ادارو مسولینو ګډون کړې وو.
ښاغلي والي په خپله ویناء کې دترکیي دوست هېواد څخه مننه وکړه چې ددې ولایت دامنیتي ځواکونو په روزولو کې تل مرسته کړې،ښاغلي فدایي دملي پولیسو له سر تیرو څخه وغوښتل چې تل درې شیان افغانیت،انسانیت او اسلامیت په نظر کې ونیسي او په چارو کې دی دمسلکي برخورد څخه کار واخلي ترڅو د ولسونو زړونه لاسته راوړي.
ورپسې د وزارت دتعلیمي تربیي عمومي ریاست مرستیال بریدجنرال سرادار محمد کوهدامني،د ترکیي دسفارت سیاسي استازي ،امنیي قوماندان جنرال حقنواز حقیار او ولایتي ډلې مسول الف اشکلی په وار سر خبرې وکړي او دملي پولیسو په روزنه کې یې د دوست هېواد ترکيي ا
دنوموړي په ویناء داصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو دویش له امله به دکروندګرو دستونزو په حل کې مرسته وکړۍ.
داکليک کړئ: http://www.mwardag.gov