 
        	    
                    
                                    
                    روهي (يوه نۍ/۳ د وري)،  د هېواد د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز رسنيو ته ويلي دي چې په هېواد کې د کرونا وژونکي ويروس د مثبتو پېښو شمېر لس ته ورسېد. نن ورځ د ثبت شوې شکمنو پېښو لس مثبتې ختلې دي. 
د نوموړي د مالوماتو پر بنسټ په ثبت شوې پېښو کې دوه بهرني ډپلماټان هم شامل دي او د پارلمان دوه غړي د کرونا ویروس د شکمنو ناروغانو په ډله کې دي. 
عامې روغتيا وزير ويلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې ۹۷ شکمنې پېښې ثبت شوې دي چې ډېری يې د هېواد په لوېدېځ هرات ولايت کې دي.  
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								