د کرونا ویروس له امله افغانان په بهر کې بند پاتي

روهي(نۍ/۲ د وري)، زرګونه افغانان چې د بېلا بېلو موخو لپاره له افغانستانه بهر تللي، اوس د کورونا وېروس له وېرې بېرته خپل هېواد ته نشي ستنېدلی. د تګ راتګ ځمکنۍ او هوايي لارې تر ډېره تړل شوې دي. که څه هم تر تېرې ورځې د شارجې له لارې له هنده افغان مسافر کابل ته تللی شول، خو اوس دا لار هم تړل شوې ده.
 
 
د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د کورونا وېروس د خپرېدو له امله حکومتونو له نورو هېوادونو سره د تګ راتګ ځمکنۍ او هوایي لارې تړلي دي. د افغانستان ځينو ګاونډيو هېوادونو هم د کورونا وېروس له وېرې له دغه هېواد سره د اوښتو ـ راوښتو لارې بندې کړې دي.
 
د لارو د تړلو پرېکړې په ډېری هېوادونو کې ناڅاپي وې او له دې امله د پاکستان او هندوستان په ګډون په ځينو نورو هېوادونو کې زرګونه افغانان بند پاتې شول. یوه اوونۍ وړاندې د ډیلي او کابل تر منځ پروازونه هم بند شول چې په ځانګړي ډول هند ته د درملنې لپاره تللي ناروغان يې له سرخوږي سره مخ کړل.