افغان حکومت په زابل کې پر امنيتي ځواکونو برید  وغنده

روهي(جمعه/۱ د وري)، د افغانستان سوېل زابل کې د جمعې سهار د (مارچ ۲۰) د افغان پولیسو او پوځ پر پوسته برید کې ۲۴ افغان سرتېري وژل شوي وو. د زابل والي رحمت الله یارمل له بي بي سي سره خبرو کې دا برید منلی او وايي، شپږو نفوذي پولیسو دا برید کړی دی.
 
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په زابل کې پر افغان امنيتي ځواکونو بريد غندلی دی، د نوموړي په وينا ''د طالبانو دغه عمل د دې ډلې د ژمنتيا څرګند مثال دی چې تاوتريخوالي ته دوام ورکړي او د افغانستان د سولې پروسې سره مخالفت وکړي ''.
 
د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان وایي، برید د طالبانو د شپږو نفوذي پولیسو په مرسته تر سره شوی او وروسته له بهر نه هم وسلوال طالبان ورغلي دي.ښاغلی حق بیان وایي، دغه برید کې ۱۰ پولیس او ۱۴ د ملي اردو سرتیري وژل شوي دي.نوموړی زیاتوي، وسلوالو طالبانو هاموی ( زغر ګاډی) او نور مهمات له ځان سره وړي دي.
یو ویډیو کليپ چي د ځايي وسلوالو له خوا خپور شوی ثبتونکی کس وایي " دا د سپینې غبرګې پوسته ده،